ټولګټو وزارت وایی، سالنګ تونل کې د اورلګېدنې له امله یو تن مړ او ۳۴ نور ژوبل دی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۷):
د راپورونو له مخې د کابل_شمال پر لویه لار سالنګ تونل کې اورلګېدنه رامنځته شوې.
دغه اور په یوه ټانکر باندې لګېدلی چې له امله یې د شپې نهو بجو راهیسې دغه لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.
تر دې وړاندې د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند شېر احمد برهانی ویلی و، سالنګ تونل کې دننه د سوند توکو یو موټر اور اخیستی، خو دا لا جوته نه ده چې د تېلو موټر و، که د ګازو، خو نوموړی زیاتوی چې تونل ته نږدې ځایی خلکو ورته ویلی چې تر اوسه دغه پېښه کې ۱۶ کسانو ته مرګ_ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح رسنیو ته ویلی چې سالنګ کې یو ټانکر چپه شوی او بیا یې اور اخیستی دی. هغه زیاتوی چې له شمالی سالنګ څخه د اور د زیاتوالی له امله د سالنګونو دساتنې او څارنې کارکوونکی نه شی کولی چې تونل ته ننوځی او له سویل لوری څخه هڅې روانې دی.
په ټولنیزو شبکو کې ځینو کسانو لیکلی چې په دې پېښه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو یو شمېر نور مسافرین لا په تونل کې بند پاتې دی او په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر انځورونه هم لاس په لاس کیږی چې په کې یو شمېر مسافرو د ډېرې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.