کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۷):
د ډسمبر ۱۸ د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالۍ نړیوالې ورځې په نوم نومولې.
د دغې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان په خپله اعلامیه کې ویلی، دې وروستیو کلونو کې د شخړو، نا امنیو او اقلیمی بدلون او نورو ستونزو له امله د نړۍ ګڼ شمېر خلک کډوال شوی دی.
دغه راز اعلامیه کې راغلی چې دغو مشکلاتو څخه د خلاصون په موخه میلیونونه کسان په ناقانونه توګه کډوال کیږی چې د سختو لارو له امله د ۲۰۱۴ کاله تر اوسه ۵۰ زرو څخه ډېر کډوال په لارو کې مړه یا وژل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ په وینا، نږدې پنځه میلیونه افغان کډوال هم اوس مهال د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې استوګن دی چې دې وروستیو کې دا لړۍ نوره هم چټکه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس هم ګڼ شمېر افغان ګډوال د نورو هېوادونو ترڅنګ په ایران او پاکستان کې د حاکمو دولتونو تر سخت فشار او زور_زیاتی لاندې ژوند تېروی.
تازه د بښنې نړیوال سازمان مشرې هم پاکستان کې د افغان ګډوالو پر بد وضعیت اندېښنه ښودلې او له پاکستانی حکومته یې په یو لیک کې غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره په روان بد چلند کې بدلون راولی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ