کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۷):
وړاندې تر دې یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو پر مټ خبر ورکړی و چې ګوندې د سالنګ په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳ ته رسېدلی.
د پروان د والی ویاند سید حکمت الله شمیم زیاته کړې چې ۲۴ تنه په جنوبی سالنګ او اته کسه په شمالی سالنګ کې ژوبل شوی دی.
د ده په خبره مړو شویو کې اووه تنه په شمالی سالنګ او ۱۲ نور په جنوبی سالنګ کې شامل دی.
د ده په خبره دغه وروستی ارقام نه دی، چې شاید بدلون ومومی.
دغه راز نوموړی په یاده سیمه کې د چاودنې اوازې هم رد کړې او یادونه یې وکړه چې دغه سیمه کې د سکرو یو موټر اور اخیستی وو چې په خبره یې مسوولین هڅه کوی هر څه ژر یاده لاره د تګ_راتګ پر مخ خلاصه کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ