سرپرست حکومت له ملګرو ملتونو غوښتی چې پر مشرانو یې بندیزونه ختم کړی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۸):
د افغان حکومت ویاند د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوری د بندیزونو یو کلن معافیت په غبرګون کې ویلی چې نړۍ باید د افغانستان پر اوسنی حکومت د بندیزونو له لګولو لاس واخلی.
د نوموړی په خبره اوس د دې وخت رارسېدلی چې له افغان حکومت سره شته ستونزې او مشکلات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شی.
تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه ‌لیک تصویب کړی چې له مخې یې د افغان حکومت او دوی پورې د اړوندو بنسټونو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د معافیت موده تر راتلونکی یوه کاله نور هم وغځوی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د دغه نوې پرېکړه لیک مادې په کره توګه وڅېړی او تمه ده چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ملاتړ لپاره هم ځینی اصلاحات په کې راوستل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.