د پاکستان یوه ډله دینی عالمان بیا ځل افغانستان ته راځی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۸):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د پاکستان د دینی عالمانو یوه ډله روانه اونۍ افغانستان ته راشی.
دغه څلورکسیزه ډله به افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې کابل او کندهار ولایتونو ته سفر وکړی او هلته به له یو شمېر افغان چارواکو سره لیدنې_کتنې ولری.
ظاهراً د دغې سفر هدف پر ډیورنډ فرضی کرښې د وروستیو شخړو، د پاکستان پر شارژدافیر برید او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کول ښودل شوی.
وړاندې تر دې هم د پاکستانی عالمانو یوه ډله کابل ته راغلې وه چې تر بېرته تلو یو ورځ وروسته یې امریکایی بې پیلوټه الوتکې پر کابل باندې یوه برید کې امریکایی لوری د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهری د وژل کېدو ادعا وکړه.
افغان لوری تر اوسه د پاکستانی عالمانو د ډلې راتلو په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.