کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۸):
اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر ویلی، زرګونه افغان پناه غوښتونکی د خوندیتوب او ښه ژوند په لټه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې سخت ژوند تېروی.
اوچا په یوه ټویټ کې لیکلی، د دې لپاره چې په زیانمنو حالاتو کې د پناه غوښتونکو خوندیتوب وساتل شی او باور ایجاد شی، نو د پناه غوښتونکو حقونو ته باید درناوی وشی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان څانګې بیا د پناه غوښتونکو نړیوالې ورځې په مناسبت د عکسونو د یوه نندارتون له خبر سره لیکلی، هر کال افغانان د شخړو، طبیعی آفتونو، اقلیمی بدلون له اغېزو سره مخامخ دی.
نړۍ کې په غوڅ اکثریت ډېری افغانان د ګډوالۍ او مهاجرت ژوند تېروی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ