د راتلونکو درې اونیو په ترڅ کې به یو شمېر افغان زندانیان د پاکستان له بنده آزاد شی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۸):
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د راتلونکو درې اونیو په ترڅ کې به یو شمېر افغان زندانیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه خلاص شی.
یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلی، په دې اړه یې د پاکستان د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونو له مسوولینو سره پرلپسې اړیکې نیولې دی.
خبرپاڼه زیاتوی، د پاکستان د کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونو ډاډ ورکړی چې په راتلونکو دریو اونیو کې به د افغان کډوالو د نیول کېدو په اړه شته ستونزې هوارې شی، سپین ږیری، ماشومان، مېرمنې او یو شمېر ناروغان به ژر تر ژره آزاد او د نورو دوسیې به هم وڅېړل شی. سفارت زیاته کړې چې په تېرو درېیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د نیول شویو دوه زره افغان بندیانو له ډلې ۵۰۰ تنه خوشی شوی او د پاتې نورو د خوشی کېدو هڅې روانې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.