کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۸):
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې یادې بېړۍ سل تنه سپرلۍ درلودې چې د تایلنډ د پراچوپ ایالت په ۳۲ کیلومترۍ کې د بانګ سافان سواحلو ته نږدې ډوبه شوې ده.
د تایلنډ د سمندری ځواکونو ویاند ادم پوګرونګ مونتاتفالین دغو رسنیو سره خبرو کې ویلی چې بېړۍ د شدید توپان له کبله تخنیکی ستونزو سره مخ شوې او بیا د الکټرونیکی سیسټم تر فلج کېدو وروسته اوبو کې د غرقېدو سبب شوې.
واشنګټن پوسټ د خپلو سرچینو په حواله ویلی چې د بېړۍ ۷۵ سپرلۍ ژغورل شوې او د پاتې هغو برخلیک لا معلوم نه دی.
دغه بېړۍ په ۱۹۸۷ کال کې په امریکا کې جوړه شوې وه چې ۷۶.۸۲ متره اوږدوالی یې درلود.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ