کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۹):
د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایی، راتلونکی زېږدیز کال به افغانستان کې له ۲۸ میلیون زیات وګړی بشری مرستو ته اړتیا ولری.
دې ادارې ویلی چې اوسمهال له هرو لسو کورنیو نهه یې کافی خواړه نه لری.
یونیسف زیاتوی چې راتلونکی ۲۰۲۳ کال کې به د ۸ لکه ۷۵ زرو هغو ماشومانو علاج هم وکړی چې په سختې خوارځواکۍ اخته دی.
دغې اړوندې ادارې همداراز ویلی چې په افغانستان کې د خوړو د موادو بیې لوړې شوی او خلک لومړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی لری.
یونیسف ته څرګندونې په داسې مهال کوی چې دې وروستیو کې د بې کارۍ او فقر له امله د ډېری افغانانو ژوند تریخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ