د افغانستان په مینځګړیتوب د پاکستانی پوځ او ټی ټی پی ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شوی

کابل- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۲۹مه ۱۴۰۱):
راپورونه وایی چې د پاکستان د پوځی چارواکو او د دې هېواد د وسله والو مخالفینو تر مینځ یو ځل بیا د افغان چارواکو په مینځګړیتوب خبرې اترې پیل شوې دی.
د پاکستان حکومت د وسله والو مخالفیینو یا ټی ټی پی له خوا د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې د پولیسو د مرکز له نیول کېدو او د سرتېرو له برمته کولو وروسته د دوشنبې په ورځ د دې ډلې د استازو خبرې یوځل بیا په افغانستان کې پیل شوې دی.
د پاکستان ډیلی ټایمز ورځپاڼې د خیبرپښتونخوا د ګورنر د ویاند محمد علی سیف له قوله خبر ورکړی چې په بنو سیمه کې تر دې بریالی برید وروسته د پاکستانی چارواکو او ټی ټی پی د مشرانو ترمنځ په افغانستان خبرې پیل شوې دی .
که څه هم د پاکستان مرکزی حکومت تر اوسه پدې اړه څه ندی ویلی خو د خیبرپښتونخوا د ګورنر ویاند له قوله ویل شوی چې دوی اوسمهال په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له مرکزی مشرتابه سره د خبرو په حال کې دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان حکومت د دوی ترمنځ منځګړتوب کوی، مخکې له دې هم د ټی ټی پی استازو د پاکستان د پوځ له مشرانو سره په کابل کې خبرې کړی چې نتیجه یې د یوې مودې لپاره اوربند ټینګ شوی و.
د روان لمریز کال د اسد میاشتې په پیل کې د پاکستانی طالبانو مشرانو د پاکستان له حکومت سره په کابل کې تر خبرو وروسته اوربند وکړ، خو نږدې درې اونۍ مخکې ټی ټی پی په یوه اعلامیه کې د دې اوربند د پای ته رسېدو خبر ورکړ او خپلو وسله والو ته یې امر وکړ چې په ټول پاکستان کې پر پوځی اهدافو حملې پیل کړی.
تر دې نېټې را وروسته د خیبرپښتونخوا په بېلابیلو سیمو کې د ټی ټی پی حملو زور واخیست چې وروستۍ یې هغه و چې د یکشنبې په ماښام ناوخته د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې پر یوه مرکز وه.
افغان حکومت تر اوسه افغان خاوره کې د پاکستانی طالبانو او چارواکو ترمنځ د اوسنیو خبرو د پیل په اړه څه نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی و چې افغان خاوره کې د هېڅ کوم بل هېواد مخالفه وسلواله ډله شتون نه لری او نه هم د دغه هېواد د وسلوالو مخالفینو او حکومت ترمنځ یې کوم منځګړیتوب کړی دی.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.