د امریکا کانګرس عدلیې وزارت ته د ټرمپ د محاکمه کېدو وړاندیز کړی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۹):
د امریکا د کانګرس ځانګړې کمېټه چې د کانګرس په ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال د مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د بلوا په هکله څېړنې کوی، تېره ورځ یې وړاندیز کړی چې د عدلې وزارت دې ټرمپ محاکمه کړی.
دې کمېټې د څه باندې یو نیم کال پلټنو په وروستۍ غونډه کې وویل چې مخکینی ولسمشر په غیر قانونی توګه پلان درلود چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ونه منی او په واک کې د پاتې کېدو لپاره یې خلک تاوتریخوالی ته هڅولی و.
د امریکا په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره د استازو مجلس یوې کمېټې چې اووه ډیموکراټان او دوه جمهوری غوښتونکی یې غړی دی، د رایو په غوڅ اکثریت له څارنوالانو وغوښتل چې د امریکا د مخکینی ولسمشر پر ضد څلور تورونه ثبت کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.