کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۹):
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی، متحده ایالات به تر هغو له افغان حکومت سره خپلې اړیکې پراخې نه کړی، تر څو چې دوی په خپلو کړو ژمنو عمل نه وی کړی.
په تازه غبرګون کې امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل به د دوی له لوری د بشری حقونو په برخه کې کړنو ته په کتو ترسره کیږی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس ویلی، دوی د افغانستان نویو واکمنانو ته په ډاګه ویلی چې له امریکا، په ځانګړی ډول افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړی، خو پرایس ټینګار کوی چې د بشری حقونو په برخه کې د افغان حکومت کړنو ته په کتو، تر اوسه دوی نه دی توانېدلی چې دا غوښتنې پرځای کړی.
هېره دې نه وی چې دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوری د حدودو جاری کولو پر سر هم نړیوال قهرېدلی دی، خو د افغان حکومت چارواکو بیا د حدودو د تطبیق پر وړاندې د نړیوالو مخالفت د اسلام دین احکامو ته په کمه سترګه کتل بللی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ