افغان حکومت دوه امریکایی وګړی له بنده ازاد کړل

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۳۰):
د امریکا غږ انګرېزۍ څانګې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی چې افغان حکومت دغه بندیان د حسن نیت په موخه له بنده ازاد کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یو خبری کنفرانس کې منلې چې یاد دوه تنه امریکایی بندیان ازاد شوی، خو یادونه یې کړې چې د ځینو ملحوظاتو له امله اوس مهال د خوشې شویو امریکایی وګړو په اړه نور جزییات نه شی ورکولى.
تر دې وړاندې د افغان حکومت له لوری امریکا سره د بندیانو تبادله شوې وه چې په هغه تبادله کې د امریکا لخوا یو مشهور افغان سوداګر خوشې او افغان لوری بیا یو امریکایی وګړی ازاد کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.