کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۳۰):
د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې امنیتی سلاکار له افغانستان سره د اروپایی ټولنې پر دوامداره همکاریو او مرستو ټینګار کړی دی.
دغې سلاکار ویلی چې په راتلونکی ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې به له افغانستان سره پنځه سوه میلیونه یورو مرسته وکړی. د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې امنیتی سلاکار ژواو دغه څرګندونې په کندهار کی له ولایتی چارواکو سره په خبرو کې کړې دی.
نوموړی تېره ورځ کندهار ته سفر کړی و او هلته یې د کندهار له مرستیال والی او ځینو نورو مسوولینو سره لیدلی دی.
د کندهار ولایت مطبوعاتی مسوول ویلی، د اروپایی ټولنې له امنیتی سلاکار سره په دې سفر کې د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې سیاسی سلاکار زاهدالرحمن هم ملتیا کوله.
نوموړی زیاته کړې چې د اروپایی ټولنې د دغو سلاکارانو د سفر موخه له ځایی چارواکو او خلکو سره لیدنه ښودل شوې، څو هغه اړتیاوې چې خلک یې لری، په خپلو راتلونکو پلانونو کې شاملې کړی. د کندهار مرستیال والی هم د اروپایی ټولنې له مرستو او همکاریو مننه کړې او د هغوی د خدماتو د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ