د نجونو لپاره د پوهنتونی زده کړو ځنډولو ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۳۰):
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د نجونو په تعلیم باندې د نوی حکومت پر بندیز ټول افغانان خفه دی.
نوموړی زیاته کړې چې افغان حکومت کې هم یو شمېر چارواکی د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازو تړلو پرېکړې سره مخالفت لری، خو دا چې کله به دغه مخالفت ښکاره کوی، وخت به یې په اړه پرېکړه کوی.
خلیلزاد زیاته کړې، د دغه کار لپاره په اسلام او د افغانستان په تاریخ کې هېڅ داسې څه نشته چې دا پرېکړه توجیه کړی.
د لوړو زده کړو وزارت د هېواد ټولو دولتی او خصوصی پوهنتونونو ته د یو مکتوب په استولو سره ویلی، چې تر امرثانی پورې دې د ښځینه محصلینو درسی بهیر وځنډول شی.
تر دې وړاندې نوی حکومت په خپل راتګ سره له اووم ټولګی پورته صنفونو کې هم د نجونو پر زده کړو تر امر ثانی پورې بندیز لګولی چې له امله یې په کور دننه د افغانانو او له ملکه بهر نړیوالو ګڼ غبرګونونه پارېدلی.
افغانستان او په ټوله نړۍ کې عالمانو یادونه کړې چې زده کړې په اسلام کې د ښځې او نر لپاره یو اساسی اصل دی.
نړیوالې ټولنې بیا د نوی حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نجونو په کار او تعلیم باندې د بندیزونو لرې کول کې یو له اساسی شرطونو بللی، خو افغان حکومت ویلی، د نجونو تعلیم او کار ته تر شرایطو برابرولو وروسته د اسلام په چوکاټ کې ژمن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.