د پکتیا_خوست پر لویه لار ټرافیکی پېښې درې تنه مړه او نهه نور ټپیان کړی دی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی لومړی):
د راپورونو له مخې پېښه تېره ورځ د پکتیا_خوست پر لویه لار د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې موټر له یوه دیوال سره وجنګېد.
مسوولین وایی، دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوی او نهه نور ټپیان دی.
د ځایی امنیتی چارواکو په خبره، ټپیان د درملنې په موخه د پکتیا ولایتی روغتون ته لېږدول شوی دی.
ډېری موټر چلوونکی تل د ټرافیکی پېښو لوی لامل د سړکونو خرابوالی بولی، خو ټرافیکی مسوولین بیا نیوکه کوی چې موټر چلوونکی د موټر چلولو پرمهال بې احتیاطی کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.