کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی لومړی):
د راپورونو له مخې چین د ایران په بندر عباس کې خپله نوې کونسلګری پرانیستلې چې ټاکل شوې ده چینایی سوداګر په دغه مهم بندر کې پانګونې پیل کړی.
ایران کې د چین سفیر چانګ هواف تېره ورځ د کونسلګری د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې ویلی چې د ایران سویلی سیمې د سوداګرۍ لوړ پوټنشیل لری. هواف زیاته کړې چې په بندر عباس کې د چین پانګونه به د سیمې د لا ډېرې اقتصادی غوړېدا او دندو د رامنځته کېدو سبب شی.
په بندر عباس کې د چین کونسلګری تر هغې شاوخوا یو کال وروسته پرانیستل شوه چې تهران او بیجینګ د اقتصادی همکاریو اوږدمهاله هوکړه وکړه. په دې هوکړه کې په بندر عباس کې د چین کونسلګرۍ ته د فعالیت د جواز ورکړه هم شامله وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ