د ملګرو ملتونو استازی د هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د نجونو تحصیل بندښت په غبرګون کې د لاریون پرمهال نیول شوی:

کابل- گهیځ نیوز:(شنبه د جدی 3مه ۱۴۰۱)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ د هغو کسانو د سملاسی خوشې کولو غوښتنه کړې، چې د نجونو په مخ د لوړو زده کړو د بندښت پر ضد د لاریون له امله نیول شوی دی.
بېنېټ په یوه ټویټر پیغام کې لیکلی، د بیان له ازادۍ او غونډو انکار د بشری حقونو د کړکېچ زیاتوالی لامل کیږی.
نوموړی ویلی، ټول نیول شوی کسان دې خوشې او د نجونو پرمخ د زده کړو بهیر دې بېرته پیل شی.
د لوړو زده کړو وزارت له لوری تر امر ثانی پورې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او تعلیمی موسسو تر بندښت وروسته په کابل، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینو محصلینو لاریونونه وکړل چې د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د دغو لاریون والو له منځه یو شمېر یې نیول شوی دی، خو افغان حکومت تر اوسه د دغو کسانو د نیولو په اړه رسما څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.