کابل- گهیځ نیوز:(شنبه د جدی 3مه ۱۴۰۱)
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ پر خپلې ټویټر پاڼې د نجونو تحصیل د بندېز په اړه ویلی چې دا یوه زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړه ده.
وېسټ زیاته کړې، له لوړو زده کړو د نجونو د مخنیوی د یوې زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړې په مخالفت کې ټوله نړۍ د افغانانو د یووالی شاهده ده. هغه وړاندې ویلی، محصلین له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دی، هغه که د استادانو استعفاوې، لاریونونه او یا نورو مخالفتونو په شکل کې دی.
د افغانستان د سرپرست حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اسلامی سازمان په ګډون ګڼ شمېر نړیوالو ادراو او لسګونو هېوادونو غندلې ده.
د افغانستان لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې ځنډولې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!
گهیځ