کابل- ګهیځ نیوز:(شنبه د جدی 3مه ۱۴۰۱)
پاکستان کې یو شمېر افغان خبریالان چې نورو هېوادونو ته د تلو لپاره دغه هېواد ته ورغلی، شکایت کوی چې د پاکستانی حکومت له خوا ورسره بد چلند کیږی او په بېلابېلو پلمو ځورول کیږی.
دغه خبریالان چې تېره ورځ اسلام اباد کې راټول شوی وو ویل یې، د دوی له ډلې ډېری یې په ګڼو روانی ستونزو هم اخته شوی دی.
یادو خبریالانو له نړیوالو وغوښتل، چې دوی سره دې کړې ژمنې پوره کړی.
د دغو خبریالانو په وینا پاکستان کې له یوه کال راهیسې خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لری او امریکا، کاناډا او اروپایی ټولنې هغه ژمنې نه دی ورسره پوره کړی، چې له پاکستانه یې د دوی د انتقال په اړه کړې وې.
دغه خبریالان په داسې حال کې د پاکستانی حکومت له بد چلنده شکایت کوی چې د پاکستانی رسنیو له لوری هم د یو شمېر افغان خبریالانو پر حقوقو سترګې پټې شوی او د دغو حقوقو د غوښتنې پرمهال په بېلابېلو پلمو ځورول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!
گهیځ