کابل- ګهیځ نیوز:(شنبه د جدی 3مه ۱۴۰۱)
د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې یا جایکا د افغانستان په جنوب کې له کورنیو بې ځایه شویو او نویو ستنو شویو کورنیو سره د مرستې په هدف د ملګرو ملتونو له عالی کمېشنرۍ سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې جایکا په خپله ویبپاڼه کې خپره کړې، ویل شوی چې د دغه هوکړه لیک له مخې یو ملیاردو ۷۹۷ میلیونه جاپانی ینه چې څه باندې ۱۳۵ میلیون ډالره کیږی، برابروی او دا پیسې به په هغو سیمو کې د ژوند د شرایطو د ښه کېدو پر پروژو ولګول شی، چې دغه بې ځایه شوی په کې ځای پرځای شوی دی.
تمه ده چې په دې اړه په کندهار، هلمند، ارزګان، نیمروز او زابل ولایتونو کې یو شمېر پروژې په ۲۴ میاشتو کې تطبیق شی.
د خبرپاڼې له مخې ډېری داخلی بې ځایه شوی او افغانستان ته را ستانه شوی کسان د کارونو د نشتوالی او اقتصادی ناوړه وضعیت له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!
گهیځ