کابل-ګهیځ نیوز( د مرغومی درېیمه ۱۴۰۱):
د حزب اسلامی مشر انجنیر حکمتیار پداسې حال کې چې د نجونو د لوړو زده کړو په اړه یې په محتاطانه لهجه انتقاد وکړ، په تېر جمهوریت کې یې د افغان مېرمنو پر فعالیت، لباس او کار کړنه هم ګوت نیونه وکړه.
نوموړی چې په کابل کې د خپل دفتر او هستوګنځی په جومات کې د جمعې په لمانځه کې لمونځ کوونکو ته خبرې کولې، ویې ویل چې:” غربپالو غوښتل په کابل کی هغه څه نندارې ته وړاندی کړی چی د پاریس او لندن په نایټ کلپونو کی لیدل کېږی.”
د حزب اسلامی مشر همدا راز د نجونو د تعلیم په اړه د مخالفتونو په تړاو زیاته کړه چې دا مخالفتونه او بیا هغې ته د دینی او مذهبی رنګ ورکولو اصلی لامل هغه حساسیتونه دی چی دده په خبره عامل بې مهاره او لنډغره ډېموکراسی او اوباش غرب پال وو.
انجنیر حکمتیار همدارنګه د اوسنی حکومت له خوا پر ښځو لګول شویو ځینو بندیزونو ته هم ګوت نیونه وکړه، آن جومات او دینی زده کړو ته د نجونو نه پرېښودل یې د یهودانو د مذهب له ځینو اوسنیو دودونو سره مشابه وګڼل.
د حزب اسلامی مشر په خپلو خبرو کې د اسلام د لومړیو پېړیو او په تېره بیا د رسول الله -صلی الله علیه
وسلم- د ژوند وخت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې په هغه وخت کې مېرمنو او نجونو پنځه وخته لمونځونه د اسلام په لومړنی جومات او لومړنۍ مدرسې کې ترسره کول او دده په خبره ښځې او میرمنې هغه وخت جهاد ته تللې او تجارت ئې کولو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ