امریکا له اوکراین سره د ۴۵ ملیارده نوې مرستې اعلان وکړ:

د غربی رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا استازو مجلس اوکراین سره د ۴۵ میلیارد ډالرو نوې بسته منظوره کړه چې د پیټرایټ توغندیو لپاره لګښت هم په کې شامل دی.
دغو رسنیو د ځینو امریکایی چارواکو له قوله ویلی چې د مرستو دا بسته د ولسمشر جو بایډن د حکومت د لګښتونو د ۱.۶۶ ټرلیون ډالرو بودجی یوه برخه ده چې د سنا مجلس پرون منظوره کړه او ټاکل شوې چې بایډن ته به د لاسلیک لپاره واستول شی چې په قانون بدله شی.
د اوکراین سره د مرستو دا تازه بسته د هغو ۵۰ ملیارد ډالرو مرستو په دوام کیږی چې امریکا په روان زېږدیز کال کې له اوکراین هېواد سره کړی دی.
اوکراین سره د مرستو تازه بسته داسې مهال منظوریږی چې څو ورځې وړاندې د دې هیواد ولسمشر ولادیمیر زلنسکی واشنګټن ته تللی و چې هلته یې د کانګرس دواړو خونو ته وینا هم وکړه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.