ملګرو ملتونو ویلی، افغانستان کې پر ښځینه قشر د بندیزونو دوام د ثبات هڅې زیانمنوی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
ملګرو ملتونو د سرپرست افغان حکومت له لوری په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندېز پرېکړه غندلې ده.
دوی ویلی چې دا کار به د افغانستان د ثبات لپاره روانې هڅې زیانمنې کړی.
د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو موسسو ته امر کړی چې تر دویم امر پورې دې د ټولو هغو ښځینه کارکوونکو دندې چې له دوی سره کار کوی، وځنډوی. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما پرخپله ټویټرپاڼه د دغه نړیوال سازمان د بشری همغږۍ د ادارې یا اوچا اعلامیه خپره کړې ده. په اعلامیه کې راغلی چې ملګری ملتونه په غیر دولتی ملی او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار د بندېز پر پرېکړې ژور اندېښمن شوی دی.
دوی زیاته کړې چې دغه ډول حکمونه نه یواځې د ښځو له بنسټیزونو حقوقو څخه سرغړونه ده، بلکې د نړیوالو اصولو خلاف عمل هم دی.
په اعلامیه کې راغلی چې د ملګرو ملتونو استازی به د سرپرست افغان حکومت له مسوولینو سره په دې اړه خبرې وکړې او له هغوی به سپیناوی وغواړی.
ملګرو ملتونو ویلی چې ښځې باید د بشری مرستو رسولو د پروګرامونو ترڅنګ د ژوند په ټولو برخو کې فعاله ونډه ولری.
دې وروستیو کې د سرپرست افغان حکومت له لوری پر ښځینه قشر نویو بندیزونو ګڼ کورنی او بهرنی غبرګونونه راپارولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.