د تېرې اونۍ په نیمایی کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر په لاسلیک یو رسمی مکتوب په خواله رسنیو کې خپور شو چې په ترڅ کې یې د لوړو زده کړو په ټولو مؤسساتو، خصوصی او دولتی پوهنتونونو کې د ښځینه زده کړیالانو د تحصیل ځنډولو خبره شوې وه.
پداسې حال کې چې دغه فرمان ماښام ناوخته په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپور شو، په سبا سهار یې وختی، امنیتی مؤظفینو د پوهنتونونو، کورسونو او آن د قرآن او دینی علومو د زده کړې مرکزونو مخه نیولې وه او دغو مرکزونو ته یې د نجونو او ښځو ننوتل په زور منعه کړل.
پدې تعلیمی مراکزو کې اکثریت داسې هم وو چې یوازې د ښځینه وو لپاره یې فعالیت کولو او د هېڅ ډول اختلاط یا ګډ تعلیم نښې هم پکې نه څرګندیدې.
په خواله رسنیو کې ددې مکتوب تر خپرېدو وروسته، له یوه ټلویزیونی چینل سره په مرکه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلې دې پرېکړې په اړه وویل چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د ښځینه تحصیل په ډګر کې دده په خبره “منکرات ” موجود وو چې له امله یې یاد وزارت په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو د ځنډولو پرېکړه کړې ده.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدا راز وویل چې تېر کال د نوی حکومت تر راتلو وروسته یې تر دې دمه په پوهنتونونو کې د اصلاح لپاره صبر وکړ، خو دا چې دغه ستونزې حل نه شوې، نو د نجونو پر تحصیل یې د بندېز پرېکړه وکړه.
د لوړو زده کړو ښاغلی وزیر هغه عمده ستونزې چې دده په نظر یې په ټول هېواد کې د نجونو او مېرمنو د لوړو زده کړو بهیر له ګواښ سره مخ کړ، په څو ټکیو کې خلاصه کړ:
• په پوهنتونونو کې د نجونو لیلیو شتون او دغو لیلیو ته د نورو ولایتونو څخه د نجونو ورتګ چې دده په خبره پر لاره له دغه ښځینه محصلینو سره د سفر پر مهال به محرم کس نه و.
• پوهنتونونو ته د هلکانو او نجونو ګډ تګ راتګ.
• په پوهنتونونو کې د نصاب ستونزې.
دا چې د لوړو زده کړو د وزیر دا خبرې او استدلال څومره منطقی او پر ځای دی، ځانګړی بحث دی خو دا چې آیا دغه یادو شویو ستونزو د نجونو پر مخ د تعلیم او تحصیل د دروازو له تړلو پرته بله هېڅ چاره نه درلوده؟ یقیناً د پوښتنې وړ موضوع ده.
له بل اړخ نه دې ټکې ته هم پاملرنه په کار ده چې که څه هم د لوړو زده کړو ښاغلی وزیر په یاده مرکه کې په څرکنده وایی چې د نجونو لپاره د قرآن کریم او دینی علومو مدرسې چې له نارینه وو سره اختلاط پکې نه وی، ممنوعیت نه لری، خو د عمل په ډګر کې بیا اړونده چارواکیو او امنیتی منسوبینو په ټول افغانستان کې د هغه ښځینه مدرسو زده کوونکې هم خپلو ټولګیو ته پرې نښودې چې قرآن او دینی علوم پکې زده کړه کوله.
دا چې له دینی او فقهی پلوه د لوړو زده کړو د وزیر خبرې او استدلال څومره سم او منطقی دی او یا دا چې په رښتیا هم د اسلامی شریعت له مخې اوسنی شرایط دې ته ندی برابر چې افغان نجونې او مېرمنې آن دینی زده کړو ته له کور نه بهر شی، اوږد بحث دی او ګومان نه کړم چې دا محدودې کرښې به یې د را نغاړلو توان و لری.
اما دا چې د ټولې اسلامی نړۍ سیاسی واکمن، مشهور او مخور دینی علما؛ لکه: د الازهر شیخ او د نړۍ د اسلامی خوځښتنو مشران، افغانی نجونو او مېرمنو ته د زده کړو زمینې برابرولو او د هغوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل شویو دروازو د خلاصون غوښتنه کوی، طبیعی ده چې د فقهې او شریعت له مخې به یې د جواز یا عدم جواز موضوع هم څېړلې وی.
دا هم منو چې په تېرو پرله پسې څو لسیزو کې د لویدیځوالو د پوځی یرغل تر څنګ، دلته د هغوی د فکری او فرهنګی یرغل د افغانانو د ژوند د نورو برخو تر څنګ د پوهنې او معارف په برخه کې هم ستونزې او نا خوالې زېږولې دی، اما ددې ټولو سره سره تر شپږم ټولګی پورته په یوه وار د نجونو د زده کړو ځنډول هم په هېڅ صورت نه د حل لاره ده او نه د معقولیت ښکارندوی.
اسلامی ارشادات او نصوص، له صدر اسلام څخه را نیولې بیا تر نن پورې د اسلامی علماوو نظریات، او لارښوونې دا ټول یوه لورې ته اشاره لری او هغه دا چې لکه څه ډول چې د علم او پوهې ترلاسه کول پر مسلمان نارینه فرض دی، په هماغه ډول پر مسلمانې ښځې هم فرض دی.
ځکه نو افغان مسلمان ولس په ټولیز ډول نر او ښځې، زوړ او ځوان غواړی تر څو د مېرمنو او نجونو پر مخ د تعلیم بندې دروازې پرانیستل شی او د هغو مظلومو خویندو آرمان په اوبو لاهو نشی چې غواړی د اسلامی ارشاداتو او اصولو مطابق علم تر لاسه کړی او دین او ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځی.
گهیځ