افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز په اړه ملګرو ملتونو غبرګون ښودلی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو سازمان له‌ خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې په نادولتی موسسو کې به د ښځو په کار بندیز د دې سازمانونو چارو ته زیان ورسوی.
د دغې اعلامیې له مخې د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونی ګوترېش ویلی، په داسې مهال چې افغانان خورا ډېرو بشری مرستو ته اړتیا لری، په افغانستان کې له نادولتی موسسو سره د نجونو او ښځو په کار بندیز به، په افغانانو د لا زیاتې سختۍ لامل شی.
د ملګرو ملتونو سازمان له‌ خوا په خپره شوې دغه خبرپاڼه کې د سرپرست افغان حکومت پر دغې پرېکړه ژوره خواشینی ښودل شوې.
دوی ویلی چې کار د ښځو له حقوقو شمېرل کیږی او دغه سازمان د خپلو شریکانو، د نورو ملی او نړیوالو نادولتی موسساتو په ګډون، له ۲۸ میلیونه زیاتو افغانانو سره چې د ژوندی پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لری، مرسته کوی، خو ګوترېش د دې چارو د لا ښه سمون لپاره او بې له ځنډه او په خوندی توکه د دې خلکو د لاسنیوی لپاره د نجونو او ښځو فعالیت مهم بللی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.