کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی مرستیال مارکس پوتزل د جرمنی رسنۍ سره مرکه کې ویلی، جرمنی او نور غربی هېوادونه باید په افغانستان کې خپل سفارتونه بیا پرانیزی. مارکس پوتزل زیاته کړې چې که د غربی هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې پرانیستی وی، دغه هېوادونه کولی شی چې په ښه توګه د دې هېواد د وضعیت ارزونه وکړی.
افغانستان باندې د اوسنی نظام تر حاکم کېدو وروسته د جرمنی په ګډون غربی هېوادونو افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل چې تر اوسه هماغسې تړلی پاتې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ