کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د سرپرست افغان حکومت له لوری په نادولتی موسسو کې د نجونو او ښځو پر کار بندیز ولګېد، دغې پرېکړې ګڼ شمېر غبرګونونه راوپارول.
اوس د یو شمېر بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو استازی د دغې موضوع په اړه ګډه غونډه کوی.
د فرانسې خبری اژانس د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د ویاند ټاپیوا ګومو له قوله لیکی، دا هېوادونه د دغې پرېکړې په اړه خپلمنځی غونډه کوی چې په غونډه کې به د سرپرست افغان حکومت له لوری د دغې شوې پرېکړې وروسته پر دې بحث وشی، چې آیا افغانستان سره بشری مرستو ته دوام ورکړی، که نه؟
د سرپرست افغان حکومت له لوری په نادولتی موسسو کې د نجونو او ښځو پر کار بندیز د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ترڅنګ د نورو هغو هېوادونو او سازمانونو غوسه هم را پارولې، چې اوسمهال له افغانانو سره بشری مرستې ترسره کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ