امریکا سفارت په اسلام آباد کې د ستر احتمالی برید خبرداری ورکړی:

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
پاکستان کې د امریکا سفارت د خپلو پټو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام آاباد کې لوی احتمالی برید ترسره کېږی.
یاد سفارت په همدې تړاو اسلام آباد کې له خپلو مېشتو اتباعو غوښتی چې دغه سیمه کې دې د ګرځېدو پرمهال خپل ځان ته پاملرنه ډېره کړی.
دوی دغه راز خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له ډېرې اړتیا پرته دې اسلام آباد ښار کې له ګرځېدو ډډه وکړی.
پاکستانی چارواکو تر اوسه د امریکا د دغې احتمالی برید د ادعا په غبرګون کې څه نه دی ویلی، خو ځایی اوسېدونکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې امنیتی تدابیر کلک شوی دی.
دې وروستیو کې د پاکستان امنیتی وضعیت تر پخوا څو چنده ډېر خراب شوی چې له امله یې هره ورځ ډېری پوځیان او امنیتی ځایونه د پاکستانی طالبانو او بلوڅو بېلتون پالو له لوری په نښه کېږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.