کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
یادې کمېټې ویلی، په نادولتی موسسو کې د سرپرست افغان حکومت له خوا د ښځو د کار د منع کولو پر پرېکړې خپه او غمجن دی.
د ژغورنې نړیواله کمېټه له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوی چې نن سبا په افغانستان کې څه دپاسه ۸ زره کارکوونکی لری.
د معلوماتو له مخې د دغو کار کوونکو له ډلې یې ۳زره ښځینه کارکوونکې دی.
دغه موسسه وایی نارینه او ښځینه کارکونکی یې د کلیوالی او ښاری ټولنو سره نږدې کار کوی، څو اړتیاوې وپېژنی، ډیزاین او پروګرامونه د کلتوری حساسیتونو او ټولنیزو نورمونو سره سم پلی کړی.
په همدې حال کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د ښځینه کارکوونکو په مرسته په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې میلیونونه کسانو ته خدمات وړاندې کوی، ویلی چې له ښځینه کارکوونکو پرته به روغتیایی خدمتونه نه وی.
افغانستان کې د یادې کمېټې د فعالیت بندېدو خبر په داسې مهال خپریږی چې د راپورونو له مخې د افغانستان بشری وضعیت د ناورین حالت ته رسېدلی او میلیونونه افغانان د بهرنیو خیریه موسسو مرستو ته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ