بلوچستان کې د پاکستان پر پوځی کاروان برید شوی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې د بلوچستان په کاهان سیمه کې پر یوه پوځی کاروان برید شوی چې له امله یې پنځه پوځیان وژل شوی دی.
برید د بلوچستان کاهان ولسوالۍ په کوهلو سیمه کې شوی دی.
دا له وړمې ورځې راهیسې پر پاکستانی پوځیانو دویم برید دی چې ترسره کیږی.
مخکې کیچ سیمه کې هم پر پاکستانی پوځیانو برید کې څلور پوځیان وژل شوی وو.
پاکستان د ډیسمبر له ۲۴ راهیسې په ځینو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړی دی.
پاکستانی طالبانو وړاندې د پاکستانی حکومت پرضد د بریدونو پیلولو اخطار ورکړی و.
د تازه برید مسوولیت د بلوڅ ازادۍ پوځ ډلې منلی او د یوه مشر په شمول یې د اتو پوځیانو د وژلو او دریو نورو ټپی کولو ادعا کړې ده.
تازه پاکستان کې د امریکا سفارت هم اسلام آباد کې د یو ستر احتمالی برید د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
دې وروستیو کې د پاکستان امنیتی وضعیت ترینګلی شوی او ورځ تر بلې د لا نورې ترینګلتیا خواته روان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.