کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د مالیې وزارت وایی، په تېرو ۱۵ میاشتو کې د هوایی کارګو له لارې د افغانستان واردات ۷.۸ میلیارده او صادرات ۴.۳۰ میلیارده افغانۍ وو او له دې لارې ۹۶۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوی دی.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې د دغه وزارت له لوری په ګمرکونو کې رونټیا او سوداګرو ته د ښو اسانتیاوو رامنځته کولو په پایله کې د هوایی کارګوګانو له لارې د وارداتو او صادراتو کچه د پام وړ زیاته شوې ده. سرچینې لیکلی په تېرو ۱۵ میاشتو کې د هوایی کارګوګانو له لارې د واردو شوو توکو ګمرکی ارزښت ۷ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږی. مالیې وزارت ویلی چې له دغه مدرکه یې ۹۵۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په یاده موده کې د هوایی کارګوګانو له لارې د ۴ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات شوی چې له درکه یې ۱۱ میلیونه افغانی عواید ترلاسه شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ