د رییس الوزرا سیاسی مرستیال وایی، حکومت هڅه کوی چې د نجونو د تعلیم پر وړاندې شته ستونزې هر څۀ ژر هوارې کړی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې ویل شوی چې د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال تېره ورځ د قاضی ګل الرحمن په مشرۍ د افغانستان خصوصی پوهنتونونو ټولنې له رهبری پلاوی سره په کتنه کې ویلی، چې حکومت یې د نجونو له تعلیم سره مخالفت نه لری.
نوموړی دغه لیدنه کې زیاته کړې چې هڅه کوی چې رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شی.
په دغه کتنه کې د خصوصی پوهنتونونو د ټولنې مشر ویلی، خصوصی پوهنتونو په سختو شرایطو کې د افغانستان د باسواده کېدو او د هېواد پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه کړې ده.
د خبرپاڼې له قوله د دې ټولنې پلاوی په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو پرانیستو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه او مشورې شریکې کړې.
د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د نجونو لوړې زده کړې تر بل امر پورې ځنډولې دی. دغه پرېکړه په ملی او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.