کابل- ګهیځ نیوز( د مرغومی ۵مه ۱۴۰۱):
ابزرور څېړنیز بنسټ چې مرکز یې په هندوستان کې دی په خپله تازه څېړنه کې ویلی دی چې د ۱۳۶ هېوادونو ترمنځ افغانستان د ۲۹،۹ نمرو په درلودو، په سویلی آسیا کې د خوړو او د تغذیی نه خوندیتوب له امله په لومړۍ درجه کې دی.
په دغه څېړنه کې هند، پاکستان، نیپال او سریلانکا نور هغه هېوادونه یاد شوی چې تر افغانستان وروسته، د خوړو د نه خوندیتوب له لوړ ګواښ سره مخ دی.
څېړنې دا وضعیت د یوې منطقې لپاره چې ۶۰۰ میلیونه ماشومان په کې ژوند کوی او ۳۳ سلنه وګړی یې له سختې لوږې او بېوزلۍ سره مخ دی، اندېښمنونکی ګڼلی دی.
دغه څېړنیز بنسټ که څه هم په سیمه کې د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې له پنځو کلونو د کمعمره ماشومانو د مړینې شمېره کمه ښیی، خو زیاتوی، یوازې ۲۰۲۲ کال کې په دې هېواد کې ۱،۱ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوی دی.
ابزرور د دې وضعیت لاملونه جګړه، وچکالی، طبیعی پېښې، سیاسی او اقتصادی وضعیت او پر افغانستان د اوکراین د جګړې اغېز بولی.
نړیوالو سازمانونو څو ځلې په خپلو راپورونو کې وویل چې افغانان تر بل هر وخت له لوږې او بې وزلۍ سره مخ دی.
په دې څېړنه کې د خوړو د نه خوندیتوب له امله، د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان د اته دېرش اعشاره دوه سلنې په لرلو سره، هغه هېواد بلل شوی چې د وګړو قدونو یې سم رشد نهدی کړی.
ابزرور څېړنیز بنسټ وایی چې اړتیا ده تر څو د دې وضعیت د ښهوالی لپاره د سویلی اسیا په هېوادونو کې د خوړو او تغذیې د خوندیتوب اوسنۍ پالیسۍ له سره و ارزول شی.
بل خوا په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب او د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه راپور داسې مهال خپرېږی چې دلته د حکومت له خوا په غیر دولتی موسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز په اعلان سره، ۵ نړیوالو مؤسسو چې د افغانانو لاسنیوی یې کاوه، خپلې چارې ځنډولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ