کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
له ارګ څخه په خپرې شوې یوې اعلامیې کې پر افغانستان د شوروی اتحاد یرغل غندل شوی دی.
اعلامیه کې له افغانانو غوښتل شوی چې هېچاته پر افغانانو د شومو دسیسو او ناسمو ارادو د عملی کولو اجازه ورنه کړی.
په اعلامیه کې راغلی، اوسنی حکومت د خپلو خلکو، د خدمت، له هېواد او ملی ارزښتونو څخه دفاع ته په کلکه ژمن دی. د یادونې وړ ده چې د ۱۳۵۸ هجری کال د جدی پر شپږمه شوروی اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، چې له امله یې په میلیونونو افغان شهیدان، ټپیان او له هېواده بهر کډوالۍ ته مجبور شول.
شوروی اتحاد له لسو کلونو تېرولو وروسته په افغانستان کې ماتې وخوړه او بېرته له افغانستان څخه وتلل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ