دوه نورو خېریه موسسو هم افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
په نادولتی موسسو کې د نجونو او ښځو پر کار تر بندیز وروسته دوو نورو خېریه موسسو هم اعلان وکړ چې افغانستان کې خپل فعالیتونه دروی.
د کریسچن ایډ او اکشن ایډ په نوم دغو موسسو خپلې چارې په افغانستان کې د حکومت د وروستۍ پرېکړې له وجې ځنډولی دی.
دې دواړو موسسو ویلی، د سرپرست افغان حکومت دغې پرېکړې ناهیلی کړی دی.
د کریسچن ایډ موسسې یوه خبرپاڼه کې د دې موسسې د پروګرامونو د مسوول رې حسن له قوله لیکل شوی، په افغانستان میلیونونه انسانان له لوږې سره مخ دی، چې د حکومت لخوا په غیر دولتی موسسو کې د نجونو او ښځو پر کار د بندیز پرېکړه به هغه کورنۍ د لا ژور کړکېچ سره مخ کړی.
سرپرست افغان حکومت تر اوسه د دغو موسسو د کار د بندښت په غبرګون کې څه نه دی ویلی.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.