روسیې پر امریکا د افغانستان په تړاو تندې نیوکې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په مسکو کې د روسی رسنیو له مشرانو سره د روسیې بهرنۍ تګلارې په اړه د وروستیو مالوماتو شریکولو پر مهال پر امریکا تندې نیوکې کړی.
نوموړی ویلی، امریکا په افغانستان کې له شل کلنې ښکېلتیا وروسته دغه هېواد د نشه یی توکو ګواښ ته پرېښود.
سرګی لاروف زیاته کړې، امریکا چې د نړۍ په هره برخه کې د بدلون هڅه کړې، د هغې سیمې خلک یې غم لړلې تراژیدۍ سره مخ کړی دی.
دغه لوړپوړی روسی ډیپلومات امریکا تورنه کړه چې په شلو کلونو کې یې افغانانو ته یوه صنعتی کارخونه هم جوړه نه کړه چې د دې هېواد د بې وزله خلکو ژوند ښه والی کې مرسته وکړی.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر له خوا په خپل تر ټولو لوی سیال امریکا دغه سختې نیوکې داسې مهال تکراریږی چې دغه دواړه هېوادونه د اوکراین جګړې او نور مسایلو پر سر ژور اختلافات لری.
تر اوسه امریکایی لوری د نوموړی د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.