کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په امریکا کې د سختې یخنۍ، واورې او توپان له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۶۰ څخه واوښت.
دغو رسنیو د امریکایی چارواکو له قوله ویلی، چې ډېرې واورې د اورېدو له امله زرگونه پروازونه لغوه شوی او میلیونونه امریکایان له برېښنا څخه بې برخې شوې دی.
ځایی چارواکو رسنیو ته ویلی چې په نیویارک ایالت کې حالت ډېر خراب دی او په شمالی بفیلو سیمه کې په ساعتونو_ساعتونو واورین توفان روان وی، چې له امله یې لاره نه لیدل کیږی.
د امریکا د ژغورنې ادارې چارواکو ویلی، د خلکو مړی په سړکونو کې، واورو کې دننه په ایسارو موټرو کې او همدارنګه تر واورینو غونډیو لاندې موندل کیږی.
د دغې ادارې چارواکو زیاته کړې چې د زیاتې واورې له امله یې کارونه ټکنی دی.
د رسنیو د معلوماتو له مخې د نیویارک په بفېلو سیمه کې دوه نیم متره واوره اورېدلې او په ټول ښار کې تګ_راتګ په بشپړه توګه بند شوی دی.
د بېړنیو چارو اداره وایی چې تر اوسه د دغو واورو له امله په میلیونونو امریکایان زیانمن شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ