کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
د جرمنی د پراختیا او اقتصادی همکاریو وزیرې سوینیا شولتزه ویلی، جرمنی له افغانستان سره د بشری مرستو د بندولو نیت وروسته له هغې کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت په غیر دولتی موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګو.
نوموړې زیاته کړې، دا پرېکړه د دې لامل شوې چې ډېری بشرپالې ادارې خپل فعالیت ودروی، ځکه دوی وایی له ښځو پرته خپل کارونه مخته نشی وړلی.
د ده په وینا دا ډول محدودیت د افغانستان خلکو ته د بشری مرستو پر رسولو منفی اغېز کوی.
په همدې حال کې د جرمنی د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک هم پر خپلې ټویټر پاڼې د افغانستان د سرپرست حکومت دغه پرېکړه غندلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ