روسیې د اوکراین په ختیځ کې په شدت سره جګړه پیل کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین د لوی درستیز دفتر راپور ورکړی، چې روسی ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې پر اوکراینی ځواکونو د توپونو ډزې پیل کړې دی.
د دغه راپور له مخې ډزو کې ډېر تمرکز په دونیڅک کې پر بخموت او افدیفکا سیمو باندې دی.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکی په فېسبوک کې لیکلی، په بخموت کې تېر کال ۷۰ زره کسان اوسېدل، خو اوس هلته د ګوتو په شمېر ملکی وګړی پاتې دی.
د روسیې د پوځ مسوولینو ویلی، چې د اوکراین په ختیځ کې یې د بریدونو پرمهال شاوخوا شپېته اوکراینی پوځیان وژلی دی.
د روسیې لخوا پر اوکراین تر برید وروسته غربی هېوادونو په لوی اکثریت دغه برید غندلی او اوکراین ته یې د ملاتړ ډاډ ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.