هڅې پیل شوی چې د شریعت په رڼا کې د افغانی عنعناتو سره سم د نجونو پرمخ تعلیمی او تحصیلی بهیر بېرته پیل شی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
ځینو رسنیو د یو شمېر حکومتی چارواکو له قوله خبر ورکړی چې حکومت کې دننه یو شمېر مشران په دې اړه خپلو کې په سلا مشورو بوخت دی.
تازه د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور هم ویلی چې دینی عالمانو هڅې پیل کړی، څو له شریعت او افغانی عنعناتو سره سم ښځو ته په غیر دولتی بنسټونو کې بېرته د کار کولو لار مشخصه کړی.
ټولنیزو رسنیو کې یوه داسې ویډیو هم لاس په لاس کیږی چې په کې د افغانستان اوسنی واکمنان قطر کې د ښځو تعلیم فرض ګڼی او د کار او تعلیم په دوام یې له خپل لوری ټینګار کوی.
وروسته له هغې چې سرپرست حکومت په غیر دولتی موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګو، حکومت د ډېری مرستندویه بنسټونو له لوری د تندو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.