کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د شل اوریزو لوبو پخوانی لوبډلمشر محمد نبی عیسی خېل له لوبډلمشرۍ استعفاء وکړه، د کرکټ مبصرینو د افغان کرکټ شل اوریزو لوبو لپاره بېلابېل لوبغاړی د لوبډلمشر په توګه غوره ګڼل.
د کرکټ بورډ اجرایوی مشر نصیب خان راشد خان ته د لوبډل مشر کېدو له امله مبارکی ورکړې او راشد یې هغه څوک یاد کړی چې تل یې لوبډله کې سل سلنه وړتیا ښودلې او ټول لوبغاړی او ولس یې پر ځان راټول کړی دی.
نصیب خان راشد ته له الله څخه د دې ستر مسوولیت په ښه توګه د ادا کولو غوښتنه کړې.
راشد د افغانستان کرکټ ټیم هغه لوبغاړی دی چې د کرکټ په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د خپل خاص بالنګ پرمټ یو پېژندل شوی او منل شوی لوبغاړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ