کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۹ مه نېټه):
د اسلامی نړۍ عالمان افغانستان کې د نجونو په اړه د وروستیو پرېکړو په غبرګون کې غونډه کوی.
د اسلامی همکاریو د سازمان سرمنشی د سرپرست افغان حکومت لخوا د نجونو په اړه د وروستیو پرېکړو په غبرګون کې د اسلامی نړۍ عالمانو د راټولېدو غوښتنه کړې.
حسین براهیم طه د اسلامی فقهې نړیوالې اکاډمۍ له غړو سره په یوه انلاین غونډه کې دغه څرګندونې کړی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې له تعلیمه د ښځو محرومول د اسلامی شریعت اساس نه دی او باید چې د سرپرست افغان حکومت د دغه اقدام پر وړاندې د اسلامی نړۍ عالمان غږ پورته کړی.
د نجونو پر تعلیمی او تحصیلی زده کړو له بندیز وروسته په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارېدلی چې په کې د سرپرست افغان حکومت څخه د دغو پرېکړو لغوه کول غوښتل شوی دی.
د حکومت مسوولینو تر اوسه د دغو غبرګونونو په مقابل کې کوم اقدام نه دی کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ