افغان کډوال په پاکستان کې د وروستی خبرداری له امله اندېښمن دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌ءالله وویل، په پاکستان کې د غیرقانونی کډوالو د بخښنې طرحه نن شنبه د دیسیمبر ۳۱مه پای مومی، دغه خبرداری یو شمېر افغان کډوال چې افغانستان کې له تحول وروسته نورو هېوادونو ته د تللو په موخه پاکستان ته ورغلی، سخت اندېښمن کړی دی.
دوی زیاتوی چې د کېسونو درلودو او اروپایی هېوادونو ته د تللو په موخه پاکستان کې دېره شوی دی.
خو د پاکستان حکومت وایی، تر نننۍ ورځې وروسته به غیر قانونی کډوال چې ویزه ونه لری، نیول کیږی به او د جریمې تر ورکولو وروسته به په جبری ډول افغانستان ته لېږل کیږی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنری وایی، په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو شمېر ۱۴ لکو ته رسېږی، خو ګومان کیږی په لسګونو زره نور له قانونی اسنادو پرته هلته ژوند کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.