موسسو کې د ښځینه وو د کار لپاره پر مناسبې شرعی لارې غور کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
وروسته له هغې چې په نادولتی موسسو کې د ښځینه وو پر کار بندیز ولګېد، ډېری بهرنیو سازمانونو دغه پرېکړه وغندله. اوس ګهیځ ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د حکومت مشران د دغې ستونزې د حل لپاره پر مناسبې شرعی حل لارې غور کوی.
سرچینې ګهیځ ته زیاته کړې، چې د دغې ستونزې د حل په موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقانی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری ټولنې له مرستیال فران، د اوچا ادارې مرستیال محمد زید خاطر، د کډوالو چارو ادارې مرستیالې یومیکو سره کتلی دی.
په دغه کتنه کې د بشری مرستو پر څرنګوالی، رامنځته شویو ستونزو او د هغې په حل لارو خبرې شوې دی.
د ملګرو ملتونو د بشری ټولنې مرستیال فران دې کتنه کې سرپرست افغان حکومت ته د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.
نوموړی زیاته کړې چې دوی د افغانستان قوانینو، دین، کلتور او عنعناتو ته درناوی لری او د همدې درناوی په درلودلو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
دې کتنه کې د کډوالو وزیر ډاډ ورکړی چې د شریعت په چوکاټ کې به ژر داسې تګلاره جوړه شی، چې دغه ټولې ستونزې هوارې کړی.
افغانستان کې پر نادولتی موسسو باندې د ښځینه کارکوونکو تر بندیز وروسته د د یادو موسسو یو شمېر مسوولینو ویلی، دې بندیز دوی له یو لړ ستونزو سره مخ کړی او غواړی، چې له قانونی لارې دغو مشکلاتو ته حل لاره وموندل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.