په داسې حال کې چې سبا یکشنبه د نوي ۲۰۲۳ زېږیز کال لومړۍ ورځ ده، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي له لوري دغه نوي کال لپاره حکومتي تشکیل اعلان کړو.
په دغه تشکیل کې ابو منصور عاصم د تحریک طالبانو د امیر په توګه ټاکل شوی او د نورو سیمو او وزارتونو لپاره یې وزیران، والیان او نور مسوولین هم پۀ ډاګه شوي دي.
دغه تشکیل کې د استخباراتو عمومي رییس په توګه مولوي سلیم حقاني ټاکلی شوی دی.
دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په ټول پاکستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې په ترڅ کې یې د پاکستان ډېری پوځیان وژلي او ټپیان کړي دي.