امریکا کې د درې لسیزو راهیسې تېر کال بې سارې وژنې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
امریکایی رسنیو دغه هېواد کې د وسلوالو تاوتریخوالو د آرشیف د مسوولینو له قوله خبر ورکړی چې د تېر ۲۰۲۲ کال په جریان کې د وسلو او ډزو پرمټ ۴۴ زره امریکایان وژل شوی چې دا په تېرو درېیو لسیزو کې بې سارې لوړه شمېره ده.
دوی ویلی، چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نیولې د دغې کال تر وروستۍ نېټې امریکا کې ۴۴ زره ۱۵۴ کسان په وسلوالو تاوتریخوالو کې وژل شوی دی.
د دغو معلوماتو له مخې تېر کال هره ورځ ۱۲۲ تنه او هره میاشت ۳۶۸۰ تنه وژل شوی دی.
دغې ادارې رسنیو ته زیاته کړې، چې په دې منځ کې ۲۰۰۶۴ امریکایان د بېلابېلو تاوتریخوالو په خاص ډول د یو کس له خوا پر ډېرو کسانو د برید په پایله کې وژل شوی دی او ۲۴۹۰ نور په وسلو باندې ځان وژنه کړې ده.
امریکایی رسنۍ په داسې مهال د دغه هېواد د وسلوالو تاوتریخوالو د آرشیف د مسوولینو له قوله دا خبر ورکوی چې روزمره ورځو کې پر رسنیو د امریکایی چارواکو د مبهم سانسور له امله ډېر کم د وژنو خبرونه له امریکا څخه رسنیز کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.