کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
یوناما پر خپلې ټوېټرپاڼې خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما سرپرست مارکس پوتزل د ریاست الوزراء له سیاسی مرستیال سره لیدلی او له نوموړی سره یې د افغان نجونو د زده کړو او په موسسو کې د مېرمنو د کار د بندیز په اړه خبرې کړې دی.
پاڼه کې راغلی چې په موسسو کې د مېرمنو د کار د بندیز پرېکړه به میلیونونه افغانان زیانمن کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون به ټولو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر مخه ونیسی.
دې وروستیو کې د سرپرست افغان حکومت له لوری د نجونو پر کار او تحصیل بندیز باندې په لویه کچه نړیوال غبرګونونه راوپارېدل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ