کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر تاشکند ته د خپل سفر په ترڅ کې هلته له یو شمېر چینایی پانګوالو سره کتلی او هغوی ته یې په افغانستان کې د پانګونې زمینې برابرېدو په اړه ډاډ ورکړی دی.
راپورونو له مخې چینایی پانګوالو هم د دغې لیدنې پر مهال افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ویلی، په افغانستان کې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او بهرنی پانګواله په ډاډه زړه پانګونه کولی شی.
موده وړاندې کابل کې پر یوه مېلمستون د برید په پایله کې ډېری چینایی اتباع له افغانستان څخه بهر شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ