حکمتیار د اوسنی حکومت پر وړاندې د هرې ډلې بغاوت وغنده

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار له امریکا غږ رسنۍ سره د یوې مرکې پرمهال ویلی، د مقاومت او په نورو نومونو حرکتونه چې د اوسنی نظام پر وړاندې کیږی، غندی او دا د هغو کسانو کار بولی چې د ده په خبره پر افغانستان د شوروی له یرغل سره هم همدوی همکار وو.
دغه مرکه کې نوموړی ویلی، چې د افغانستان اوسنی موقت حکومت باید د یوه واقعیت په توګه ومنل شی، خو ټینګار کوی چې ترڅنګ یې باید یوه داسې شورا رامنځته شی، چې د حکومت د ارادې تمثیل وکړی.
حکمتیار په دغه مرکه کې د نجونو په اړه د سرپرست افغان حکومت له شوې پرېکړې سره مخالفت ښودلی او زیاته کړې یې ده چې ځوان نسل ته باید د زده کړو زمینه برابره شی؛ ځکه په خبره یې خلکو ته د زده کړو د زمینې برابرول د حکومت له فرایضو څخه ده.
حکمتیار د روسانو د یرغل او د ناټو د راتګ په لومړیو کې د حکومت په مخالفت کې قرار درلود، چې وروسته بیا د بین الافغانی خبرو پر مهال د سولې د پروسې په پایله کې له جګړې لاس په سر او کابل کې مېشت شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.